3 دا په شکور کښې کېږده او چې کله هغه سخے او هغه دوه ګډان ما ته قربانى کړې نو دا هم ورسره راوړه.
د غنمو د ټولو نه ښۀ اوړۀ واخله، خو چې خمبيره په کښې نۀ وى او درې قِسمه روټۍ ترې نه پخې کړه چې د څۀ سره د زيتُونو تېل ګډ وى، څۀ چې سپورې وى او څۀ په تېلو غوړې وى.
هارون او د هغۀ زامن زما د حضور خېمې دروازې ته راوله او هغوئ له غسل ورکړه.
”هارون او د هغۀ زامن او د اِمامانو لِباس، د غوړولو تېل، د ګناه نذرانې دپاره سخے، دوه ګډان او د پتيرې روټۍ ټوکرۍ راوړه.
بيا هغۀ د پتيرې روټۍ د ټوکرۍ نه يوه روټۍ واخستله کومه چې مالِک خُدائ ته وقف شوې وه، يوه غوړه روټۍ او يوه نرۍ روټۍ راواخستله او د وازګې او د ښى پتُون دپاسه يې کېښودله.
موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو ته وفرمائيل، ”دا غوښه د مالِک خُدائ د حضور خېمې خولې ته يوسئ، وې يشوئ او د هغې روټۍ سره يې وخورئ کومه چې د مقررولو نذرانې په ټوکرۍ کښې ده، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.
هغه به ګډ د سلامتۍ نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته قربانى کړى او د هغه پتيرې روټۍ سره به يې پېش کړى کومه چې په ټوکرۍ کښې ده، هغه به د غلې او د څښلو نذرانې هم حاضرې کړى.