Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 29:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 تۀ به د دوېم ګډ پوښتۍ وخورې، خو تۀ به وړومبے دا اوچتې کړې چې ښکاره کړې چې دا غوښه ما ته وقف کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 29:26
8 Iomraidhean Croise  

موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.


کله چې اِمامان مقررولے شى هغه د ګډ پوښتۍ او پتُون کوم چې د مقررولو دپاره استعماليږى هغه به اوچت کړے شى او د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره به بېل کړے شى.


بيا به اِمام يو ګډُورے او د تېلو د ليټر درېمه حِصه يوسى او دا به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. هغه به دا د اِمام دپاره مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه پېش کړى.


هغه دې دا په خپلو لاسونو په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه راوړى. هغه دې د هغه ځناور وازګه سره د ځناور د سينې راوړى او مالِک خُدائ ته دې د يو خاص تُحفې په توګه پېش کړى.


اِمام به وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، خو هغه سينه به د اِمامانو وى.


د ځناور سينه يوه خاص تُحفه ده او ښے پتُون يوه خاص برخه ده چې مالِک خُدائ يې د بنى اِسرائيلو نه اخلى او اِمامانو له يې ورکوى. نو داسې به اِسرائيليان په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اِمامانو له ورکوى.


بيا موسىٰ هغه سينه واخستله او مالِک خُدائ ته يې د يوې خاص تُحفې په توګه پېش کړه. دا د موسىٰ د مقررولو په ګډ کښې حِصه وه. موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


او هغه سينې او ښے پتُون يې مالِک خُدائ ته د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه پېش کړې، څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan