25 بيا دا د هغوئ د لاسونو نه واخله او دا په قربانګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې سره وسوزوه. د دې خوشبو هم په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
نوح يوه قربانګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربانګاه کښې يې وسوزول.
د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.
موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.
ټول ګډ په قربانګاه باندې وسوزوه، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده. د دې خوشبوئى په هغۀ ښۀ لګى.
دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى.
دوېم ګډُورے په ماښام کښې قربانى کړه او د سحر په شان هم هغه هومره اوړو سره، د زيتُونو تېلو او مے سره يې پېش کړه. دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده او د دې خوشبو په هغۀ ښۀ لګى.
هغه کس به د دې کولمې او پتُونان په اوبو ووينځى او اِمام به دا قربانى مالِک خُدائ ته پېش کړى او په قربانګاه باندې به يې ټوله وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربانګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
دا په مقدس ځائ کښې وخورئ، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې ستا او ستا د زامنو حِصه ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے دے.
چې د غلې کومې نذرانې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ په يوه نذرانه کښې دې هم خمبيره نۀ وى، مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې چې کله هم خمبيره يا شات وانۀ چوئ.
اِمام به لږ اوړۀ او څۀ تېل او ورسره ټول لوبان هم وسوزى او دا به مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې د نښې په توګه وى.
د هارون د خاندان اِمامانو له دې راوړى. اِمام به يو موټے د اوړو، د تېلو او سره د ټولو لوبانو نه راواخلى او په قربانګاه به يې وسوزوى، دا يوه داسې نذرانه ده چې خوشبو يې په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
اِمام به د نښې په توګه يوه برخه ترې نه واخلى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده او هغه به دا په قربانګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
بيا به اِمام دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته وسوزوى.
او مالِک خُدائ ته دې دا حِصې په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى يعنې هغه ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وى،
اِمام به دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه وسوزوى، دا به په مالِک خُدائ باندې يو ښۀ لګېدونکے بوئ وى. د قربانۍ ټوله وازګه د مالِک خُدائ ده.
او هغه دې د هغه ځناور دا حِصې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. په دې کښې به په کولمو باندې ټوله وازګه،
اِمامان به دا هر څۀ د سوزېدونکې نذرانو سره په قربانګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
او مالِک خُدائ ته دې د هغه ځناور دا حِصې په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى يعنې د ټول لم وازګه چې د ملا د هډُوکى سره نزدې پرې کړے شوې وى، هغه ټوله وازګه چې په کولمو پرته وى،
کۀ څوک د يو ځناور وازګه وخورى کوم چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کېدے شوه نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
اِمام به هغه ټول مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه په قربانګاه وسوزوى. دا د ګناه د تاوان نذرانه ده.
موسىٰ دا هر څۀ د هغوئ نه واخستل او په قربانګاه باندې يې، د سوزېدونکې نذرانې دپاسه، د مقررولو نذرانې په توګه وسوزول. دا په اور سوزېدونکې نذرانه وه او د دې بوئ په مالِک خُدائ ښۀ ولګېدو.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربانګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربانګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو.