24 دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى.
د روټۍ هغه شکور چې کوم ما ته پېش کړے شوے دے، د هر يو قِسمه روټۍ نه يوه يوه روټۍ راواخله.
بيا دا د هغوئ د لاسونو نه واخله او دا په قربانګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې سره وسوزوه. د دې خوشبو هم په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
خو تاسو او ستاسو خاندان هغه سينه او پتُون خوړلے شئ کوم چې د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې او خاص برخې په توګه پېش کيږى. دا تاسو په يو پاک ځائ کښې خوړلے شئ. دا نذرانې تاسو او ستاسو بچو له د بنى اِسرائيلو د سلامتۍ د نذرانو د برخې نه درکړے شوې دى چې ستاسو شى.
هغه به دا مالِک خُدائ ته د يوې خاص نذرانې په توګه پېش کړى، تر څو چې تاسو قبول شئ. اِمام به دا د سبت پسې په بله ورځ پېش کړى.
هغه دې دا په خپلو لاسونو په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه راوړى. هغه دې د هغه ځناور وازګه سره د ځناور د سينې راوړى او مالِک خُدائ ته دې د يو خاص تُحفې په توګه پېش کړى.
هغۀ دا هر څۀ د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېښودل، نو هغوئ دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړل.
او هغه سينې او ښے پتُون يې مالِک خُدائ ته د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه پېش کړې، څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو.
کله چې تۀ ليويان پاک او وقف کړې، نو هغوئ د خِدمت دپاره مقدسې خېمې ته دننه تلے شى.