23 د روټۍ هغه شکور چې کوم ما ته پېش کړے شوے دے، د هر يو قِسمه روټۍ نه يوه يوه روټۍ راواخله.
د ګډ وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې وى او ښے پتُون دا ټول پرې کړه.
دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى.
بيا هغۀ د پتيرې روټۍ د ټوکرۍ نه يوه روټۍ واخستله کومه چې مالِک خُدائ ته وقف شوې وه، يوه غوړه روټۍ او يوه نرۍ روټۍ راواخستله او د وازګې او د ښى پتُون دپاسه يې کېښودله.