Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 29:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 د ګډ وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې وى او ښے پتُون دا ټول پرې کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 29:22
14 Iomraidhean Croise  

بيا، هغه ټوله وازګه واخله کومه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه او دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او د يوې نذرانې په توګه يې په قربان‌ګاه باندې ما ته وسوزوه.


څۀ وينه واخله چې کومه په قربان‌ګاه باندې پرته وى او څۀ د غوړولو تېل واخله او دا د هارون او د هغۀ په جامو او د هغۀ زامنو او د هغوئ په جامو باندې وشينده. نو هغه، د هغۀ زامن او د هغوئ جامې به ما ته وقف شى.


د روټۍ هغه شکور چې کوم ما ته پېش کړے شوے دے، د هر يو قِسمه روټۍ نه يوه يوه روټۍ راواخله.


خو تاسو او ستاسو خاندان هغه سينه او پتُون خوړلے شئ کوم چې د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې او خاص برخې په توګه پېش کيږى. دا تاسو په يو پاک ځائ کښې خوړلے شئ. دا نذرانې تاسو او ستاسو بچو له د بنى اِسرائيلو د سلامتۍ د نذرانو د برخې نه درکړے شوې دى چې ستاسو شى.


بيا به اِمام يو ګډُورے او د تېلو د ليټر درېمه حِصه يوسى او دا به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. هغه به دا د اِمام دپاره مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه پېش کړى.


او مالِک خُدائ ته دې د هغه ځناور دا حِصې په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى يعنې د ټول لم وازګه چې د ملا د هډُوکى سره نزدې پرې کړے شوې وى، هغه ټوله وازګه چې په کولمو پرته وى،


د دې ټوله وازګه دې په قربان‌ګاه باندې پېش کړے شى، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى،


دا اصُول د سوزېدونکې نذرانو دپاره دى، د غلې نذرانو دپاره، د ګناه نذرانو، د ګناه د تاوان د نذرانو، د مقررولو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو دپاره دى.


هارون د غوَيى او ګډ د وازګې والا حِصې واخستلې،


او هغه سينې او ښے پتُون يې مالِک خُدائ ته د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه پېش کړې، څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو.


د دې غوښه ستاسو ده، لکه د دې سينه او د خاص نذرانې وروستنۍ پښه.


نو د اخلى پخلى والا د ټولو نه ښۀ غوښه راوړه او د ساؤل په مخکښې يې کېښوده. سموئيل ورته وفرمائيل، ”ګوره، دا هغه ټُکړه ده چې ستا دپاره ساتلے شوې وه. دا وخوره. د دې خلقو د رابللو نه مخکښې دا ما ستا دپاره اېښې وه.“ نو ساؤل په هغه ورځ د سموئيل سره روټۍ وخوړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan