Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 29:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 ګډ حلال کړه او څۀ وينه يې واخله او دا د هارون او د هغۀ د زامنو د ښى غوږُونو په نرمو ځايونو پورې، د هغوئ د ښى لاسونو په غټو ګوتو پورې او د هغوئ د ښۍ پښو په غټو ګوتو پورې ولګوه. بيا هغه پاتې وينه د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشينده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 29:20
19 Iomraidhean Croise  

هغه بل ګډ هارون او د هغۀ زامنو له راوله او هغوئ دې خپل لاسونه د هغې په سر کېږدى.


څۀ وينه واخله چې کومه په قربان‌ګاه باندې پرته وى او څۀ د غوړولو تېل واخله او دا د هارون او د هغۀ په جامو او د هغۀ زامنو او د هغوئ په جامو باندې وشينده. نو هغه، د هغۀ زامن او د هغوئ جامې به ما ته وقف شى.


خُدائ تعالىٰ ما ته صفا وينا کړې ده، او ما د هغۀ نه سرکشى نۀ ده کړې او نۀ د هغۀ نه اوړېدلے يم.


اوس به ډېر قومونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى.


اِمام به د ګډُورى لږه وينه واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې دې ولګوى د کوم کس چې اِعلان کيږى چې دا پاک دے.


د خپل ښى لاس ګوته به په دې کښې ډُوبه کړى او لږ به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې اووۀ ځله وشيندى.


هغه به څۀ تېل چې د هغۀ د لاس په تلى کښې دى او څۀ د ګډُورى وينه واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې ولګوى چې د کوم کس اِعلان کيږى چې دا پاک دے.


هغه به ګډُورے حلال کړى او د دې څۀ وينه به واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې ولګوى.


هغه به څۀ تېل هم په هغه ځايونو پورې ولګوى چې څنګه يې وينه لګولې وه، د هغۀ د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې، او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې.


هغه به اووۀ ځله هغه وينه په هغه سړى باندې وشيندى کوم چې د جذام د بيمارۍ نه پاکولے شى او بيا به هغه اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے. هغه به ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې په هوا کښې والوځى.


هغه دې د خپلې ګوتې سره لږه وينه اووۀ ځله په قربان‌ګاه باندې وشيندى. نو دا به د بنى اِسرائيلو د ګناهونو نه پاکه کړى او مقدسه به يې کړى.


موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د هارون د ښى غوږ په نرم ځائ، د هغۀ د ښى لاس په غټه ګوته او د هغۀ د ښۍ پښې په غټه ګوته باندې يې ولګوله.


بيا هغۀ د هارون زامن مخکښې راوستل او څۀ وينه يې د هغوئ د ښى غوږُونو په نرمو ځايونو، د هغوئ د ښى لاسونو په غټو ګوتو او د هغوئ د ښۍ پښو په غټو ګوتو پورې ولګوله. بيا موسىٰ هغه پاتې شوې وينه د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله.


هغۀ هغه سړے د خلقو نه يو خوا ته بوتلو، او خپلې ګوتې يې د هغۀ په غوږونو کښې وردننه کړې او په خپلو لاړو يې د هغۀ ژبه مسح کړه.


نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.


او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.


تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan