15 د هغه ګډانو نه يو ګډ راونيسه او هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه چې خپل لاسونه د هغۀ په سر باندې کېږدى.
هغه سخے زما د حضور خېمې مخې ته راوله او هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه چې خپل لاسونه د هغې په سر کېږدى.
هغه حلال کړه او وينه يې واخله او د قربانګاه څلورو واړو طرفونو ته يې وشينده.
هغه بل ګډ هارون او د هغۀ زامنو له راوله او هغوئ دې خپل لاسونه د هغې په سر کېږدى.
دا په شکور کښې کېږده او چې کله هغه سخے او هغه دوه ګډان ما ته قربانى کړې نو دا هم ورسره راوړه.
هغه کس به خپل لاس د هغه ځناور په سر کېږدى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې حلال کړى. د هارون د خاندان اِمامان به هغه وينه د قربانګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى