13 بيا، هغه ټوله وازګه واخله کومه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه او دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او د يوې نذرانې په توګه يې په قربانګاه باندې ما ته وسوزوه.
توئ شوے يم زۀ لکه اوبو په شان، هډوکى د جوړونو نه مې شوى دى بېځايه. زړۀ زما ويلى شو د موم په شان،
د دې څاروى نه څۀ کچه او يا يشېدلې څيز مۀ خورئ، بلکې دا ټول وريت کړئ او سره د سر، پښو او دنننى ټولو اندامونه يې وخورئ.
ټول ګډ په قربانګاه باندې وسوزوه، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده. د دې خوشبوئى په هغۀ ښۀ لګى.
د ګډ وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې وى او ښے پتُون دا ټول پرې کړه.
بيا دا د هغوئ د لاسونو نه واخله او دا په قربانګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې سره وسوزوه. د دې خوشبو هم په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ تاسو بېشمېره قربانيانې پېش کړئ نو زما پرې څۀ؟ زۀ د ښو ځناورو وازګې او د ګډانو د سوزېدونکو قربانو نه پوزې له راغلے يم. په دې زۀ نۀ خوشحالېږم چې تاسو ما ته د غوَيانو، ګډو او د چېلو وينې پېش کوئ.
د مالِک خُدائ تُوره په وينه او وازګه باندې پټه شوې ده، دا د ګډورو او د چېلو په وينو سره ده او وازګې ورباندې لګېدلې دى، ولې چې مالِک خُدائ به دا قربانى د بُصره په ښار کښې پېش کړى، هغه به دا لويه حلاله د ادوم په مُلک کښې وکړى.
تاسو زما دپاره خوشبودارې مصالحې وانۀ خستلې او نۀ مو د خپلو ځناورو د وازګې سره خوشحاله کړم. خو تاسو په ما باندې ستاسو د ګناهونو بوج کېښودو، تاسو چې کوم بد عمل کړے دے د هغې په وجه مو تنګ کړے يم.
اِمام به دا په قربانګاه باندې پېش کړى، د هغې څټ به تاو کړى او سر به يې په قربانګاه باندې وسوزوى او د هغې وينه دې د قربانګاه په اړخ باندې وڅڅولے شى.
د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربانګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
د ځناور وازګه به په قربانګاه باندې وسوزوى چې د ګناه د نذرانې دپاره ده.
اِمام به هغه وينه د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې د قربانګاه په طرفونو باندې وشيندى او د خوشبوئى جوړېدو دپاره دې وازګه وسوزوى، په مالِک خُدائ باندې دا خوشبو ښۀ لګى.
بيا به هغه د دې ټوله وازګه په قربانګاه باندې وسوزوى، لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګه سوزوى. داسې به اِمام د هغه مشر دپاره د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.
بيا به هغه ټوله وازګه ترې نه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه لرې کولے شى او هغه به دا په قربانګاه باندې وسوزوى ځکه چې په مالِک خُدائ دا خوشبو ښۀ لګى. نو داسې به اِمام د هغه کس د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.
بيا به هغه د دې ټوله وازګه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه وازګه لرې کيږى او هغه به په اور سوزېدونکې نذرانو سره په قربانګاه باندې وسوزوى کوم چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.
په قربانګاه دې اور بل وساتلے شى خو چې مړ نۀ شى. اِمام به هر سحر په دې باندې لرګى ږدى، سوزېدونکې نذرانه به په دې سمه ږدى او د سلامتۍ د نذرانې وازګه دې ورباندې سوزوى.
د دې ټوله وازګه دې په قربانګاه باندې پېش کړے شى، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى،
اِمام به وازګه په قربانګاه باندې وسوزوى، خو هغه سينه به د اِمامانو وى.
پښتورګى او هغه وازګه چې ورباندې پرته وى او د اينې ښۀ حِصه هم.
موسىٰ په کولمو پرته ټوله وازګه، د اينې ښۀ حِصه، پښتورګى سره د هغه وازګې چې ورباندې پرتې وى، دا هر څۀ يې واخستل او په قربانګاه باندې يې وسوزول.
هغۀ وازګه، لم، هغه ټوله وازګه چې په دنننى اندامونو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، پښتورګى سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او ښے پتُون واخستلو.
بيا هغۀ د ګناه د نذرانې نه وازګه، پښتورګى او د اينې ښۀ حِصه په قربانګاه باندې وسوزول، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.
هارون د غوَيى او ګډ د وازګې والا حِصې واخستلې،
خو د غواګانو، ګډو او چېلو وړومبے پېدا شوے بچے به واپس نۀ شى اخستلے، دا به په پوره توګه زما وى او دا به قربانيږى. وينه يې په قربانګاه باندې وشيندئ او وازګه يې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه وسوزوئ، د دې خوشبو په ما باندې ښۀ لګى.
کۀ هغه کس به ورته ووئيل، ”راځئ چې هغه وکړُو چې څۀ صحيح وى او اول وازګه وسوزوو، بيا چې دې څۀ خوښ وى نو هغه واخله.“ خو د اِمام نوکر به ورته ووئيل، ”نه، اوس دا ما له راکړه، کۀ نۀ راکوې، نو زۀ به يې په زور اخلم.“