Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 29:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د خپلې ګوتې سره د سخى څۀ وينه واخله او د قربان‌ګاه د څلورو ښکرونو په شان څيزونو پورې يې وسُولوه. بيا هغه پاتې وينه د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 29:12
18 Iomraidhean Croise  

د دې دپاره د څلورو ګوټونو دپاسه د ښکرو په شان څيزونه جوړ کړه چې د قربان‌ګاه سره يو ځائ شى او په دې هر څۀ باندې به د زېړو پترى وخېژولے شى.


سخے د خېمې په دروازه کښې زما په حضور کښې حلال کړه.


دا به څلور‌ګوټه وى، چې اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وى. د ښکرو په شان څلور ګوټونه ورله جوړ کړه چې ورسره يو ځائ شى.


هغۀ د څلورو ګوټونو دپاره د ښکرونو په شان څيزونه جوړ کړل چې د قربان‌ګاه سره يې يو ځائ کړل. هغۀ په دې هر څۀ باندې د زېړو پترى خېژولى وُو.


هغه به د غوَيى لږه وينه واخلى او د خپلې ګوتې سره به يې د صندوق د کفارې تخت نمرخاتۀ طرف ته وشيندى او بيا به لږه د لوظ صندوق د کفارې تخت په مخکښې اووۀ ځله وشيندى.


هغه به لږه وينه د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې دننه په خېمه کښې ده او پاتې شوې وينه دې د سوزېدونکې نذرانې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.


اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا دې د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه دې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى.


اِمام به خپله ګوته د دې ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا به د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه به د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى.


اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې دې دا وينه ولګوى او پاتې شوې وينه به هغه د دې په بېخ کښې توئ کړى.


بيا به هغه لږه وينه په خېمه کښې د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرو باندې ولګوى. هغه به پاتې شوې وينه د سوزېدونکې نذرانو قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.


او څۀ وينه دې د قربان‌ګاه په يو طرف باندې وشيندى، پاتې شوې وينه دې د قربان‌ګاه په بېخ کښې وڅڅولے شى. دا د ګناه د لرې کولو دپاره يوه نذرانه ده.


موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د خپلې ګوتې سره يې د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوله، د دې دپاره چې وقف يې کړى. بيا هغۀ پاتې شوې وينه د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه. نو دا يې وقف کړه او د دې کفاره يې ادا کړه.


د هغۀ زامنو وينه راوړه او هغۀ خپله ګوته په دې کښې ډُوبه کړه، لږه يې د قربان‌ګاه په ښکرو پورې ولګوه او پاتې شوې وينه يې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه.


ځکه چې دا ممکنه نۀ ده چې د غوَيانو او چېلو وينه ګناهونه لرې کړى.


په حقيقت کښې ټول څيزونه د شريعت په مطابق وينه پاکوى، او بغېر د وينې د تويولو نه د ګناهونو معافى نۀ کيږى.


هر کله چې ګډُورى پينځم مهر مات کړو نو ما د قربان‌ګاه د لاندې د هغه ايماندارانو روحونه وکتل چې د خُدائ پاک د کلام او د خپلې ګواهۍ په وجه قتل کړے شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan