10 هغه سخے زما د حضور خېمې مخې ته راوله او هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه چې خپل لاسونه د هغې په سر کېږدى.
سخے د خېمې په دروازه کښې زما په حضور کښې حلال کړه.
د هغه ګډانو نه يو ګډ راونيسه او هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه چې خپل لاسونه د هغۀ په سر باندې کېږدى.
هغه بل ګډ هارون او د هغۀ زامنو له راوله او هغوئ دې خپل لاسونه د هغې په سر کېږدى.
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
کله چې تاسو د دې د پاکولو کار ختم کړئ، نو تاسو به بيا يو ځوان سخے او ګډورے د رمې نه نذرانه کړئ، چې دواړه بېعېبه وى.
هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى.
خپل دواړه لاسونه به د چېلى په سر کېږدى او د ټولو بدو عملونو، ګناهونو او بنى اِسرائيلو د سرکشو اِقرار به وکړى او دا به د چېلى په سر واچوى. بيا به يو مقرر شوے سړے دا چېلے بيابان ته بوځى.
هغه کس به خپل لاس د هغه ځناور په سر کېږدى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې حلال کړى. د هارون د خاندان اِمامان به هغه وينه د قربانګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى
هغه به سخے د مقدسې خېمې دروازې خولې ته راولى، او په سر به ورته خپل لاس کېږدى، او د مالِک خُدائ په حضور کښې به يې هلته حلال کړى.
بيا موسىٰ د ګناه د نذرانې دپاره هغه سخے راوستو او هارون او د هغۀ زامنو د دې په سر باندې خپل لاسونه کېښودل.
بيا، موسىٰ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ راوستلو او هارون او د هغۀ زامنو خپل لاسونه د دې په سر کېښودل.
ليويان به بيا خپل لاسونه د دوو غوَيانو په سرونو کېږدى، يو به د ګناه نذرانې په توګه او بل د سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د دې دپاره چې د ليويانو کفاره ادا شى.
خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.