8 يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند چې د سرو زرو آسمانى او کاسنى او سور رنګ تارونو نه جوړ وى هغه دې د پېش بند سره ونښلولے شى.
دواړو طرفونو ته دې ورباندې د اوږې پټۍ لګېدلې وى، چې د دې په ذريعه تړلے شى.
دوه اونيکس کاڼى واخله او په هغې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه پاخۀ وليکه،
بيا هارون ته د اِمامانو دا لِباس ورواغونده، قميص او چُوغه چې کومه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى، پېش بند او د سينې جېب د ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره وتړه.
يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند، چې هغه هم د هغه سامان نه جوړ وو، هغه د پېش بند سره انښلولے شوے وو او ورسره يو ځائ شوے وو، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.
صداقت به د هغۀ ملاتړ وى او وفادارى به د هغۀ کمربند وى.
هغۀ هارون ته هغه قميص او چُوغه ورواغوستله او د ملا نه يې پټۍ ورله تاو کړه. هغه پېش بند يې ورواغوستلو او په يو ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره يې ونښلولو چې د هغۀ د ملا نه تاو وو.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.
او د دې ډيوټونو په مينځ کښې ما يو کس د اِبن آدم په شان وليدلو چې تر پښو پورې يې چُوغه اغوستې وه او په سينه يې د سرو زرو سينه بند تاو کړے وو.