Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 28:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 هارون او د هغۀ زامن به خامخا همېشه دپاره دا اغوندى چې کله هغوئ زما په حضور کښې خېمې ته ننوځى يا چې په مقدس ځائ کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى او قربان‌ګاه ته ورنزدې کيږى، ګنې د سَتر ځايونو بربنډولو په وجه به ګناهګار شى او وبه وژلے شى. د هارون او د هغۀ د اولاد دپاره به دا حُکم د همېشه دپاره وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 28:43
18 Iomraidhean Croise  

زما دپاره داسې قربان‌ګاه مۀ جوړَوئ چې تاسو بره په پوړو ورخېژئ، ګنې ستاسو د سَتر اندامونه به بربنډ شى.“


هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.


هغوئ دې خامخا خپل لاسونه او پښې وينځى، چې مړۀ نۀ شى. دا يو قانون دے چې هغوئ او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره په دې عمل کوى.“


کله چې هغوئ د دننه دربار په دروازو ورننوځى، نو هغوئ دې د کتان جامې واچوى، هغوئ دې د وړئ کپړې نۀ اچوى کله چې د دننه دربار په دروازو يا د خُدائ په کور کښې خِدمت کوى.


هغه به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې خوشبوئى په اور باندې واچوى او د خوشبويۍ لوګے به د لوظ صندوق د کفارې تخت پټ کړى نو هغه به دا ونۀ ګورى او مړ به نۀ شى.


اِسرائيليان دې د مالِک خُدائ سره نوره بې‌وفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدونکو پيريانو ته قربانى کړى. اِسرائيل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اصُول خامخا منى.


اِمامان به د دې نذرانو سپکاوے نۀ کوى،


ټول اِمامان به هغه اصُول منى کوم چې ما ښودلى دى. ګنې، هغوئ به ګناهګار شى او مړۀ به شى، ځکه چې هغوئ مقدسو اصُولو ته سپک کتلى دى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ هغوئ مقدس کوم.


يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.


په دې حالاتو کښې د ګناه نذرانې ضرورى ګڼلے کيږى. کۀ څوک د ګواهۍ ورکولو دپاره عدالت ته وغوښتلے شى او هغه معلومات نۀ ورکوى چې څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى، نو هغۀ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


کۀ څوک يوه داسې ګناه وکړى چې په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه يو حُکم مات کړى، نو هغه ګناهګار دے او جرمانه به ورکوى.


په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو او ستاسو سره اوسېدونکى د بل مُلک خلق به دا اصُول منى. تاسو او هغوئ د مالِک خُدائ په نظر کښې يو شان يئ،


نور به اِسرائيليان خېمې ته نۀ نزدې کيږى ګنې هغوئ به ځان له په خپله د مرګ سزا ورکوى.


کۀ چرې تاسو د دې ښۀ حِصه مالِک خُدائ ته پېش کړى وى او بيا تاسو دا خورئ نو تاسو ته به سزا نۀ ملاويږى. هغه تحفې او قربانيانې چې قوم يې راوړى لازمى ده چې مقدسې پاتې شى خو کۀ د دې د پېش کولو نه مخکښې تاسو دې نه کومه برخه وخوړه نو وبه وژلے شئ.“


مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ تا له زما ټولې خاص برخې درکوم چې د نذرانو په توګه دې نۀ شى سوزولے. دا زۀ تا او ستا اولاد له درکوم چې د همېشه دپاره ستاسو په حواله وى.


خو چې څوک پاک وى او لرې سفر کښې نۀ وى او هغه د فسحې اختر ونۀ کړى، نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے، ځکه چې هغۀ ما ته په مقرر وخت باندې نذرانه پېش نۀ کړه. هغۀ ته به خامخا د خپلې ګناه سزا مِلاو شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan