42 هغوئ له د کتان نه جانګى جوړ کړه، چې د ملا نه د پنډو پورې رسيږى، نو چې د هغوئ د سَتر ځايونه بربنډ نۀ شى.
زما دپاره داسې قربانګاه مۀ جوړَوئ چې تاسو بره په پوړو ورخېژئ، ګنې ستاسو د سَتر اندامونه به بربنډ شى.“
او پټکے، ټوپۍ او د کتان جانګى،
کله چې هغوئ د دننه دربار په دروازو ورننوځى، نو هغوئ دې د کتان جامې واچوى، هغوئ دې د وړئ کپړې نۀ اچوى کله چې د دننه دربار په دروازو يا د خُدائ په کور کښې خِدمت کوى.
هغوئ دې په خپل سر باندې د کتان پټکے او د کتان لاندې کپړې دې خپلو ملاګانو نه ګېرچاپېره وتړى. هغوئ دې داسې څۀ نۀ اغوندى چې په هغوئ خوله راولى.
بيا مالِک خُدائ دا اصُول وښودل. زيات مقدس ځائ ته ننوتلو نه مخکښې دې هارون خامخا غسل وکړى او د اِمامانو لِباس دې واغوندى، د کتان چُوغه او جانګى، پټۍ او پټکے.
بيا به اِمام خپله د کتان چُوغه او د کتان جانګے واغوندى، په قربانګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ايرې به لرې کړى او د قربانګاه په څنګ کښې به يې واچوى.
يا کۀ يو ورک شوے څيز پېدا کړى او د هغې په حقله دروغ ووائى او داسې قسم وخورى چې هغۀ دا نۀ دے موندلے.
په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى، او ملهم رانه واخله چې په سترګو کښې يې ولګوې او بينا شى.