Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 28:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 28:41
24 Iomraidhean Croise  

خپل ورور هارون او د هغۀ زامن، ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر ځان له راوله. هغوئ د بنى اِسرائيلو د مينځ نه رابېل کړه، چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى.


هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.


دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى.


د هارون او د هغۀ د زامنو د مقرر کېدلو رسمونه دې اووۀ ورځې کولے شى هم هغه شان چې څنګه ما حُکم درکړے دے.


بيا د زيتُونو تېل واخله او د مقررولو د نښې په طور د هغۀ سر مسح کړه.


هغوئ ته دا کمربند وتړه او ټوپۍ ورپه سر کړه. نو تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې. هغوئ او د هغوئ اولاد به د اِمامانو په توګه همېشه دپاره زما خِدمت کوى.


د دې نه عطر جوړ کړه، دا داسې مِلاو کړه لکه چې يو د عطرو والا دا کار کړے وى. مالګه په کښې مِلاو کړه چې سوچه او مقدس وى.


هارون ته مقدسې جامې ورواغونده، سر يې په تېلو غوړ کړه او وقف يې کړه، نو هغه به د اِمام په توګه زما خِدمت کوى.


بيا د هغوئ سر په تېلو غوړ کړه، هم هغه شان چې څنګه دې د هغوئ د پلار سر غوړ کړے وو، نو چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى. دا غوړول به هغوئ د راتلونکى ټولو وختونو دپاره اِمامان جوړ کړى.“


کله چې هغه وخت راشى، نو زۀ به تاسو د اسوريانو د زور نه خلاص کړم او د هغوئ جغ به ستاسو د غاړو نه لرې کړم.“


د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.


د اووۀ ورځو دپاره دې هغوئ د قربان‌ګاه او د هغې د پاکولو دپاره فديه پېش کړى، نو داسې به هغوئ دا وقف کړى‎.


د مقدسې خېمې د دروازې د خولې نه مۀ ځئ ګنې مړۀ به شئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ په تېلو غوړ کړے شوى يئ.“ نو هغوئ هم هغه شان وکړل چې څنګه موسىٰ فرمائيلى وُو.


هغه به په يو مقدس ځائ کښې غسل وکړى او خپلې جامې به واغوندى. د هغې نه پس، هغه به بهر لاړ شى او د خپلو ګناهونو او د خلقو ګناهونو لرې کولو کفارې دپاره به سوزېدونکې نذرانه پېش کړى.


او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.


د هغوئ سرونه غوړ کړے شول او د اِمامانو په توګه مقرر کړے شول،


ځکه څوک چې خُدائ پاک رالېږلے وى هغه د خُدائ کلام بيانوى، ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بې‌اندازې ورکوى.


او هيڅوک هم په خپله د اِمامت دا عزت نۀ شى حاصلولے خو صرف د خُدائ پاک په مرضۍ يې حاصلولے شى لکه څنګه چې هارون حاصل کړے وو.


نو شريعت داسې خلق مشران اِمامان مقرروى چې کمزورى وى، خو د شريعت نه وروستو خُدائ پاک خپل زوئ په قَسم خوړلو سره اِمام مقرر کړو، څوک چې د تل دپاره کامِل کړے شوے دے.


خو تاسو په روحُ القُدس مسح کړے شوى يئ او تاسو ټولو ته د حقيقت پته ده.


کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan