Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 28:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 28:4
20 Iomraidhean Croise  

داؤد صِرف د لټې يو پېش بند اغوستے وو او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېدو.


اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په مقدس واسکټ باندې چې پېش بند ورته وائى او د هغۀ د سينې جېب باندې ولګولے شى.


هغۀ ته پټکے ورپه سر کړه او په دې باندې د سرو زرو پټۍ وتړه چې هغه نښه ورباندې لګېدلې وى.


او پټکے، ټوپۍ او د کتان جانګى،


صداقت به د هغۀ ملاتړ وى او وفادارى به د هغۀ کمربند وى.


هغۀ صداقت د زغرې په شان واغوستو او د خلاصون ټوپۍ يې په سر کړه. د بدل جامې يې واغوستې او د غېرت څادر يې ځان نه تاو کړو.


او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.


نو ځکه مضبوط ودرېږئ او د حقيقت پېټۍ د ملا نه تاؤ کړئ او د صداقت زغره واغوندئ.


خو مونږ چې د ورځې سره تعلق ساتو نو په کار دى چې مونږ په هوش کښې اوسو، او د ايمان او د مينې زغره واغوندو او د خلاصون د اُميد ټوپۍ په سر کړُو.


او دغسې ما هغه آسونه او د هغوئ سوارۀ په خپله رويا کښې وليدل، هغوئ د اور په شان ځلېدونکى سرې، آسمانى رنګې او د ګوګړو په شان زېړې زغرې اغوستې وې. او د آسونو سرونه يې د زمرو د سرونو په شان وُو او د هغوئ خولې نه اور، لوګے او ګوګړ راوتل.


په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو.


نو ساؤل دوئيګ ته ووئيل، ”تۀ هغوئ ووژنه.“ او دوئيګ هغوئ ټول ووژل. په هغه ورځ باندې هغۀ پينځۀ اتيا اِمامان ووژل کوم چې د پېش بند د وړلو حقدار وُو.


کله چې د اخيمُلک زوئ ابياتار وتښتېدو او په قعيله کښې د داؤد سره مِلاو شو، نو هغۀ د ځان سره پېش بند يوړو.


داؤد د اخيمُلک زوئ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند ما له راوړه.“ نو ابياتار ورله پېش بند وروړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan