Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 28:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 د هارون دپاره د کتان نه يو قميص جوړ کړه او د کتان نه ورله پټکے جوړ کړه او يو کمربند هم جوړ کړه چې ګُلکارى ورباندې شوې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 28:39
10 Iomraidhean Croise  

د ګُلکارۍ په جامو کښې يې بادشاه له راوستله، پېغلې ملګرې هم ورسره راروانې دى.


د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او چې دا په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى.


يواځې دروازې له دې لس ګزه اوږده پړده وى چې د کتان نه جوړه شوې وى چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وى. دا دې د څلورو ستنو او څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شى.


هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.


بيا هارون ته د اِمامانو دا لِباس ورواغونده، قميص او چُوغه چې کومه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى، پېش بند او د سينې جېب د ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره وتړه.


هغۀ ته پټکے ورپه سر کړه او په دې باندې د سرو زرو پټۍ وتړه چې هغه نښه ورباندې لګېدلې وى.


د هغۀ زامن راوله او قميصونه ورواغونده،


هغوئ د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره قميصونه جوړ کړل،


بيا مالِک خُدائ دا اصُول وښودل. زيات مقدس ځائ ته ننوتلو نه مخکښې دې هارون خامخا غسل وکړى او د اِمامانو لِباس دې واغوندى، د کتان چُوغه او جانګى، پټۍ او پټکے.


بيا به اِمام خپله د کتان چُوغه او د کتان جانګے واغوندى، په قربان‌ګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ايرې به لرې کړى او د قربان‌ګاه په څنګ کښې به يې واچوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan