Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 28:37 - Pakistani Yousafzai Pashto

37 دا د يو آسمانى رنګ مزى سره د پټکى مخې ته وتړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 28:37
10 Iomraidhean Croise  

د سينې د جېب کَړۍ د پېش بند کړو پورې د آسمانى رنګ مزى سره وتړه، نو چې د سينې جېب په کمربند باندې پروت وى او ترې نه لرې نۀ شى.


چې کومه چُوغه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى هغه به ټوله د آسمانى رنګ د وړۍ نه جوړولے شى.


د سوچه سرو زرو نه يوه نښه جوړه کړه او په هغې باندې وليکه، ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“


هارون به دا په خپل تندى باندې وتړى، نو زۀ مالِک خُدائ به هغه نذرانې قبلوم چې بنى اِسرائيل يې ما ته وقف کوى، کۀ خلق د دې په پېش کولو کښې څۀ غلطى هم کوى.


هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.


هغۀ ته پټکے ورپه سر کړه او په دې باندې د سرو زرو پټۍ وتړه چې هغه نښه ورباندې لګېدلې وى.


هارون ته يې پټکے ورپه سر کړو او د دې مخې ته يې د سرو زرو ګل ولګولو چې دا د وقف کولو مقدسه نښه وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ هغۀ ته حُکم ورکړے وو.


بيا ما ووئيل، ”هغوئ دې د هغۀ په سر باندې يو پاک پټکے کېږدى،“ او هغوئ ورته پاک پټکے په سر کېښودو او ښکلې نوې جامې يې ورواغوستلې کله چې لا د مالِک خُدائ فرښته د هغۀ سره هلته ولاړه وه.


چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، د خپلو جامو په ګوټونو باندې مزى راځوړند کړئ او په هر يو مزى باندې يې يو د آسمانى رنګ تار ولګوئ. داسې به تاسو په راتلونکى ټولو وختونو کښې کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan