36 د سوچه سرو زرو نه يوه نښه جوړه کړه او په هغې باندې وليکه، ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“
د هغۀ مشر زوئ عُمرام د هارون او موسىٰ پلار وو. هارون او د هغۀ اولاد د دې دپاره مخصوص کړے شوى وُو چې د همېشه دپاره د مقدسو څيزونو مشران وى، چې د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشبوئى سوزوى، د هغۀ خِدمت کوى او د مالِک خُدائ په نوم باندې د خلقو دپاره برکت غواړى.
ستا اصُول او قانون قائم دے. او پاکوالے ستا د کور ښائست دے، تر ابده پورې اے مالِکه خُدايه.
تاسو به زما دپاره مقدسه ډله يئ او د اِمامانو په توګه به زما خِدمت کوئ.“ موسىٰ، تۀ به دا خبره بنى اِسرائيلو ته ورسوې.“
په هغه دوو کاڼو باندې د يعقوب د زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه وليکه او دا کاڼى په سرو زرو کښې ګېر کړه.
چې کله هارون د اِمام په توګه خِدمت کوى نو هغه به دا چُوغه اغوندى. چې کله هغه زما په حضور کښې مقدس ځائ ته ننوځى يا ترې نه وځى، نو د ټلو آواز به اورېدلے شى او هغه به نۀ مړ کيږى.
دا د يو آسمانى رنګ مزى سره د پټکى مخې ته وتړه.
دوه اونيکس کاڼى واخله او په هغې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه پاخۀ وليکه،
هغۀ ته پټکے ورپه سر کړه او په دې باندې د سرو زرو پټۍ وتړه چې هغه نښه ورباندې لګېدلې وى.
هغوئ د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره قميصونه جوړ کړل،
هغوئ د سوچه سرو زرو نه نښه جوړه کړه او په دې باندې يې وليکل ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“
هغوئ دا د يو آسمانى رنګ مزى سره د پټکى مخې ته وتړله، هم هغه شان څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
خو دا ښار چې په تجارت کښې کومه ګټه کوى نو هغه به مالِک خُدائ ته وقف کيږى. دا پېسه به نۀ شى جمع کولے، خو چې څوک د مالِک خُدائ په حضور کښې پاتې کيږى نو هغوئ به په دې پېسو باندې ښۀ کافى خوراک او ښائسته لباس اخلى.
د مالِک خُدائ د کور دا قانون دے، د غرۀ دپاسه ګېرچاپېره علاقه به د ټولو نه زياته مقدسه وى. دا د خُدائ د کور قانون دے.“
بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.
”د اِسرائيلو قوم ته ووايه، مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک مقدس يم.
هارون ته يې پټکے ورپه سر کړو او د دې مخې ته يې د سرو زرو ګل ولګولو چې دا د وقف کولو مقدسه نښه وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ هغۀ ته حُکم ورکړے وو.
په هغه ورځ به د آسونو په ګونګرو باندې هم ليکلى وى ”مالِک خُدائ ته مقدس کړے شوى“ او د پخلى دېګونه د مالِک خُدائ په کور کښې به لکه د هغه مقدسو لوښو په شان وى چې د قربانګاه په وړاندې دى.
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.
ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بېداغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.