35 چې کله هارون د اِمام په توګه خِدمت کوى نو هغه به دا چُوغه اغوندى. چې کله هغه زما په حضور کښې مقدس ځائ ته ننوځى يا ترې نه وځى، نو د ټلو آواز به اورېدلے شى او هغه به نۀ مړ کيږى.
د سوچه سرو زرو نه يوه نښه جوړه کړه او په هغې باندې وليکه، ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”خپل ورور هارون ته ووايه چې هغه به صِرف په مناسب وخت د پړدې شا ته زيات مقدس ځائ ته ننوځى، ځکه چې زۀ به هلته په وريځ کښې د لوظ صندوق د کفارې تخت دپاسه راښکاره کېږم. کۀ هغۀ نافرمانى وکړه، نو هغه به ووژلے شى.
هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو.