33-34 د دې په لاندې پېنڅه باندې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ تار انار جوړ کړه او د هر انار په مينځ کښې دې د سرو زرو ټلۍ وى.
او دوه قطاره د انارو هم.
دواړه ستنې يو شان وې، هره يوه تقريباً نهۀ ګزه اوچته وه چې د بره د زېړو سر يې تقريباً دوه ګزه اوچت وو. د هر يو سر نه ګېرچاپېره يې د زېړو جال وو چې د زېړو نه جوړو شوو انارو باندې ښائسته کړے شوے وو.
دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.
په هغې کښې به د سر دپاره يو سورے وى، چې غاړه يې مضبوطه ګنډلے شوى وى چې ونۀ شليږى.
په هغه ورځ به د آسونو په ګونګرو باندې هم ليکلى وى ”مالِک خُدائ ته مقدس کړے شوى“ او د پخلى دېګونه د مالِک خُدائ په کور کښې به لکه د هغه مقدسو لوښو په شان وى چې د قربانګاه په وړاندې دى.