27 دوه د سرو زرو نورې کَړۍ هم جوړې کړه او دا په لاندينۍ حِصه پورې د پېش بند د ولى دوه پټو په مخکښې ونښلوه چې ګنډ ته نزدې وى او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى کمربند دپاسه وى.
بيا دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړه او دا د سينې د جېب لاندې ګوټونو دننه غاړې ته د پېش بند څنګ پورې ونښلوه.
د سينې د جېب کَړۍ د پېش بند کړو پورې د آسمانى رنګ مزى سره وتړه، نو چې د سينې جېب په کمربند باندې پروت وى او ترې نه لرې نۀ شى.
يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند چې د سرو زرو آسمانى او کاسنى او سور رنګ تارونو نه جوړ وى هغه دې د پېش بند سره ونښلولے شى.