21 په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې دې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وى، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى.
هغۀ د يعقوب د دولسو زامنو د قبيلو دپاره يو يو کاڼے واخستلو. يعقوب هغه څوک وو چې مالِک خُدائ د اِسرائيل نوم ورکړے وو.
کاش چې د اوسپنې او د پيتلو د قلم سره دا خبرې په يو ګټ باندې د تل دپاره نقش شوے وے.
موسىٰ د مالِک خُدائ هغه ټولې خبرې وليکلې. بل سحر وختى د غرۀ په لمن کښې هغۀ يوه قربانګاه جوړه کړه او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مطابق يې د هرې يوې دپاره دولس تيږې ودرولې.
په هغه دوو کاڼو باندې د يعقوب د زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه وليکه او دا کاڼى په سرو زرو کښې ګېر کړه.
او په څلورم قطار کښې يو ايکوامرين، يو اونيکس کاڼے او يو جاسپر ولګوه. دا به په سرو زرو کښې ګېر شوى وى.
د سينې جېب دپاره د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه، چې د تارونو په شان تاو شوى وى.
مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په هغه ورځ د خپلو خلقو د شپونکى په توګه بچ کړى. هغوئ به د هغۀ په مُلک کښې لکه د تاج د قيمتى کاڼو په شان ځليږى.
نو تاسو به زما په بادشاهۍ کښې زما په دسترخوان خوړل څښل کوئ، او په تختونو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو د فېصلو دپاره کښېنئ.
د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح غلام د يعقوب د طرفه دې هغه دولسو واړو قبيلو ته چې په مختلفو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شوى دى، هغوئ ټولو ته دې سلام وى.
د هغې لوئ اوچت دېوال وو چې په کښې دولس دروازې وې او په هره دروازه کښې فرښته ولاړه وه، او په دروازو د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نومونه ليکلے شوى وُو.