15 د مشر اِمام دپاره يو د سينې جېب جوړ کړه چې د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره يې استعمالوى. دا به هم د هغه کتان نه جوړ وى د کوم نه چې پېش بند جوړ دے او هم هغه شان ګُلکارى به ورباندې شوې وى.
اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په مقدس واسکټ باندې چې پېش بند ورته وائى او د هغۀ د سينې جېب باندې ولګولے شى.
او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د مقدسې خېمې يعنې زما د حضور خېمې دننه برخه د کتان د لسو پړدو نه جوړه کړه چې دا د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ د وړۍ نه تياره وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.
د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او چې دا په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى.
او دوه د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه چې د تارونو په شان تاو شوى وى او د سرو زرو په دې څيزونو پورې يې ونښلوه.
دا به څلورګوټه او دوه غبرګه وى، نهۀ اِنچۍ به اوږد او نهۀ اِنچۍ پلن وى.
د اُوريم او تميم کاڼى د سينې په جېب کښې کېږده، چې کله هارون زما پاک حضور ته راځى نو هغه به د ځان سره دا راوړى. په داسې وختونو کښې به هغه خامخا د سينې جېب اغوندى، چې د بنى اِسرائيلو دپاره د مالِک خُدائ رضا معلوموى.
هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.
هغوئ به پېش بند د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ وړۍ، د سرو زرو تار او د کتان نه جوړوى، چې په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى.
بيا هارون ته د اِمامانو دا لِباس ورواغونده، قميص او چُوغه چې کومه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى، پېش بند او د سينې جېب د ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره وتړه.
هغۀ ورله د سينې جېب ولګولو او اُوريم او تميم يې په کښې کېښودل.