13 د سرو زرو دوه نور څيزونه جوړ کړه چې دا کاڼى په کښې ګېرولے شى
په هغه دوو کاڼو باندې د يعقوب د زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه وليکه او دا کاڼى په سرو زرو کښې ګېر کړه.
او دوه د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه چې د تارونو په شان تاو شوى وى او د سرو زرو په دې څيزونو پورې يې ونښلوه.
هغوئ د کاڼو ګېرولو دپاره د سرو زرو دوه څيزونه جوړ کړل او د سرو زرو دوه کَړۍ او دا دوه کَړۍ يې د سينې جېب په بره ګوټونو پورې ونښلولې.
هغوئ هم د هغه کتان نه د سينې جېب جوړ کړو چې د کوم نه پېش بند جوړ وو او هم هغه شان ګُلکارى پرې شوې وه.