8 قربانګاه د تختو نه جوړه کړه او تشه يې پرېږده، هم د هغې نقشې په مطابق چې ما درته په غرۀ باندې ښودلې وه.
داؤد سليمان ته د مالِک خُدائ د کور د ټولو عمارتُونو، د برنډو، د ګودام د کوټو او نورو ټولو کوټو او د زيات مقدس ځائ نقشه وښودله، چرته چې د ګناه دپاره کفاره ادا کيږى.
داؤد بادشاه وفرمائيل، ”دا ټول تفصيل په هغه نقشه کښې ليکلے شوے دے چې مالِک خُدائ په خپله ما له راکړې وه.“
ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“
دا مقدسه خېمه او د هغې ټول سامان د هغې نقشې په مطابق جوړ کړئ کومه چې زۀ درته ښايم.
دوئ بېفائدې زما عبادت کوى، ځکه چې دوئ خلقو ته د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.“
زمونږ د پلار نيکونو سره په صحرا کښې د ګواهۍ خېمه وه، او موسىٰ دا د خُدائ پاک په حکم د هغه نقشې په مطابق جوړه کړه کومه چې هغۀ ته ښودلے شوې وه.
هغوئ چې په مقدس ځائ کښې عبادت کوى، نو هغه د هغه آسمانى عبادت نقل او تصوير دے. ځکه چې موسىٰ کله خېمه ودروله نو هغۀ ته دا هدايت ورکړے شُو چې، ”ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړه کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“