Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 27:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 27:21
44 Iomraidhean Croise  

او په رڼا يې ”ورځ“ نوم کېښودو او په تيارۀ يې ”شپه.“ شپه تېره شوه او سحر شو. دا وړومبۍ ورځ وه.


هغۀ په دې چت ”آسمان“ نوم کېښودو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا دوېمه ورځ وه.


هر سحر او هر ماښام هغوئ هغۀ ته خوشبوئى او پوره سوزېدونکې نذرانې پېش کوى. هغوئ په هغه مېز باندې د روټۍ نذرانې پېش کوى کوم چې پاک دے او هره شپه هغوئ د سرو زرو په ډيوټ باندې ډيوې بلوى. مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په اصُولو باندې عمل کوُو، خو تاسو هغه پرېښے دے.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ اے د مالِک خُدائ ټولو خِدمتګارانو، څوک چې د شپې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوئ.


تاسو په دې ورځ خامخا اختر کوئ چې تاسو ته هغه څۀ درياديږى چې ما مالِک خُدائ څۀ کړى دى. دغه اختر په راتلونکى وختونو کښې همېشه دپاره کوئ.“


چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو، هارون هغه د لوظ صندوق کښې د کاڼى تختو ته مخامخ کېښودو، چې بچ وساتلے شى.


بيا د لوظ صندوق کښې هغه د کاڼو دوه تختې کېږده کومې چې زۀ درکوم، په کومو باندې چې حُکمونه ليکلى دى.


هارون او د هغۀ زامن به خامخا همېشه دپاره دا اغوندى چې کله هغوئ زما په حضور کښې خېمې ته ننوځى يا چې په مقدس ځائ کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى او قربان‌ګاه ته ورنزدې کيږى، ګنې د سَتر ځايونو بربنډولو په وجه به ګناهګار شى او وبه وژلے شى. د هارون او د هغۀ د اولاد دپاره به دا حُکم د همېشه دپاره وى.


دا زما نۀ بدلېدونکے قانون دے چې کله بنى اِسرائيل د سلامتۍ قربانۍ پېش کوى، د ځناور پوښتۍ او پتُون به د اِمامانو وى. دا زما د خلقو د طرف نه مالِک خُدائ ته نذرانه ده.


په راتلونکى ټولو وختونو کښې، دا سوزېدونکې نذرانه زما د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې به پېش کولے شى. چې هلته به تاسو د مالِک خُدائ سره ملاقات وکړئ او تا سره به خبرې وکړى.


زۀ به خېمه او قربان‌ګاه مقدس کړم او زۀ به هارون او د هغۀ زامن رابېل کړم چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.


هغوئ دې خامخا خپل لاسونه او پښې وينځى، چې مړۀ نۀ شى. دا يو قانون دے چې هغوئ او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره په دې عمل کوى.“


او د دې څۀ حِصه مېده مېده کړه، دا زما د حضور خېمې ته يوسه او دا د لوظ صندوق مخې ته کېږده، هلته به زۀ تا سره ملاقات وکړم. دا پوره مقدس وګڼئ.


چې کله هغه په ماښام کښې ډيوې بلوى نو هم دغه شان به کوى. دا د خوشبويۍ نذرانه به په راتلونکى ټولو وختونو کښې جارى ساتلے شى.


په دې کښې د لوظ صندوق کېږده په کوم کښې چې لس حُکمونه دى او د دې په مخکښې پړده ولګوه.


”د ميو يا د شرابو څښلو نه پس تۀ او ستا زامن زما د حضور مقدسې خېمې ته مۀ راځئ، کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. دا قانون د همېشه دپاره دے چې ستاسو ټول اولاد به پرې عمل کوى.


دا اصُول به د همېشه دپاره وى. په کال کښې يو ځل به خامخا د اِسرائيلو د ټولې ګناه نه د پاکوالى دپاره کفاره ادا کيږى. نو موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.


اِسرائيليان دې د مالِک خُدائ سره نوره بې‌وفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدونکو پيريانو ته قربانى کړى. اِسرائيل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اصُول خامخا منى.


ترڅو پورې چې تاسو دا نذرانه خُدائ پاک ته نۀ وى راوړې نو تر هغې د نوې غلې روټۍ، وريتې شوې يا کچه دانې مۀ خورئ. په راتلونکى ټولو وختونو کښې ستاسو ټول اولاد به دا اصُول منى.


په هغه ورځ هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. ستاسو اولاد چې چرته هم اوسيږى دا اصُول دې په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى.


”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوو دپاره ډېر ښۀ سوچه د زيتُونو تېل راوړى کومې چې په مقدسه خېمه کښې دى، نو چې هر وخت رڼا وى.


هارون به هر ماښام دا ډيوې بلوى او تر سحره پورې به يې بلې ساتى، چې د مالِک خُدائ په حضور کښې د پړدې نه بهر د لوظ صندوق ته مخامخ دى، دا ډيوټ په زيات مقدس ځائ کښې دے. دا اصُول دې په راتلونکى ټولو وختونو کښې منلے شى.


دا روټۍ د هارون او د هغۀ د اولاد ده او هغوئ به دا په يو مقدس ځائ کښې خورى، ځکه چې دا د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې يوه ډېره مقدسه برخه ده.“


يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.


نو هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى او د خېمې مخې ته دې هغه حلال کړى. اِمامان به د هغۀ وينه د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندى


بيا به هغه د ښو اوړو چې تېل ورسره ګډ وى او خوشبوئى ورباندې پرته وى د هغې نه دې يو موټے واخلى او په قربان‌ګاه باندې به يې د يوې نښې په توګه وسوزوى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى.


مالِک خُدائ په هغه ورځ چې کله هغوئ په تېلو سره مسح کړل حکم ورکړے وو چې بنى اِسرائيل به دا برخه همېشه اِمامانو له ورکوى.


د اِمام د خولې دا فرض دى چې صحيح تعليم خور کړى، او د هغۀ د خولې نه دې خلق د شريعت لټون وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ ربُ الافواج پېغام رسوونکے دے.


صِرف ليويان به د خېمې خيال ساتى او د دې پوره ذمه وارى به تر سره کوى. دا قانون به د همېشه دپاره ستاسو د اولاد دپاره هم وى. د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې به ليويانو ته هيڅ زمکه نۀ ملاويږى چې خپله يې شى،


يواځې تۀ او ستا زامن به د مقدس ځائ او د قربان‌ګاه ذمه وارۍ پوره کوئ، نو داسې به زۀ بيا بنى اِسرائيلو ته نۀ په قهر کېږم.


تاسو به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منئ. کوم کس چې د پاکوالى اوبۀ شيندى نو هغه به هم خامخا خپلې جامې وينځى، هر څوک چې دې اوبو له ګوتې وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


دا قانون به ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره وى چې په هر ځائ کښې اوسېږئ.


بيا د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړه او ليويان زما د حضور خېمې په مخکښې ودروه.


کوم خلق چې په تيارۀ کښې ناست وُو، هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، او څوک چې په زمکه د مرګ په سورى کښې ناست وُو، پرې رڼا وځلېده.“


د خِدمت دپاره تيار اوسئ او خپلې ډيوې بلې ساتئ.


يحيىٰ بلېدونکې ډيوه وه چې رڼا يې کوله او تاسو غوښتل چې د لږ وخت دپاره د هغۀ په رڼا کښې خوشحالى وکړئ.


ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.


نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.


”د اِفِسوس د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا د هغۀ پېغام دے چا چې اووۀ ستورى په خپل ښى لاس کښې نيولى دى څوک چې د سرو زرو د اوو ډيوټونو په مينځ کښې ګرځى.


د سحر نه مخکښې، چې ډيوه تر اوسه پورې بلېدله او سموئيل د مالِک خُدائ په کور کښې ملاست وو، چرته چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق وو،


داؤد دا قانون جوړ کړو او دا تر نن ورځې پورې په بنى اِسرائيلو کښې منلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan