Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 27:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 په خېمه کښې چې څومره سامان استعماليږى او د خېمې او دربار دپاره ټول موږى به د زېړو نه جوړولے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 27:19
14 Iomraidhean Croise  

خو اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ د لږ وخت دپاره په مونږ مِهربانه يې چې زمونږ څۀ کسان دې ژوندى پرېښى دى چې د غلامۍ نه وتښتى او په دې مقدس ځائ کښې په حِفاظت سره اوسيږى. تا مونږ د غلامۍ نه آزاد کړى يُو او يو نوے ژوند دې راکړے دے.


دا دربار به پنځوس ګزه اوږد وى او پينځويشت ګزه پلن وى او دوه نيم ګزه لوړ وى. د دې پړدې به د کتان نه او پښې به يې د زېړو نه جوړې وى.


بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوې دپاره د زيتُونو سوچه تېل درله راوړى، چې دا هره شپه بله وساتلے شى.


د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې دپاره لوښى جوړ کړه. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ کړه.


د خېمې او د دربار د پړدو دپاره موږى او رسۍ،


د خېمې او د دربار دپاره ګېرچاپېره ټول موږى د زېړو نه جوړ شوى وُو.


د دربار ګېرچاپېره او د دربار د دروازې دپاره پښې او د خېمې دپاره او ګېرچاپېره د دربار دپاره ټول موږى يې ترې نه جوړ کړل.


د دربار دپاره پړدې او د دې ستنې او پښې، دربار ته د ننوتلو دپاره پړده او د دې رسۍ، د خېمې دپاره موږى، او هغه ټول سامان چې په خېمه کښې استعمالېدلو،


د هوښيارانو خبرې د تېرو چُوکو په شان دى، د جمع شوى متلونو خبرې د چُوکو په څوکه کښې د مېخونو په شان دى چې يو شپون يې د ګډو د بوتلو دپاره استعمالوى.


صيون ته وګورئ، دا هغه ښار دے چرته چې مونږ مذهبى اخترونه کوُو. يروشلم ته وګورئ، دا به د اوسېدو دپاره څومره محفوظ ځائ وى. دا به يو داسې خېمه وى چې هيڅکله به نۀ شى اخوا کولے، د دې موږى به کله هم نۀ راويستلے کيږى، او د دې پړى به هيڅکله نۀ شليږى.


د يهوداه نه به د ګوټ کاڼے، د خېمې موږے، د جنګ لينده جوړه شى، د هغې نه به هر يو حکمران راشى.


هغوئ د ستنو، پښو، موږو او د دربار د بهرنۍ رسو د خيال ساتلو ذمه وار وُو.


او د ستنو، پښو، موږو او د خېمې د ګېرچاپېره د دربار د پړدو رسو، سره د هغه ټول سامان د وړلو ذمه وار وى چې د دې په ودرولو کښې استعماليږى. هر يو سړے به د هغه څيزونو ذمه وار وى کوم چې ورته حواله شوى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan