18 دا دربار به پنځوس ګزه اوږد وى او پينځويشت ګزه پلن وى او دوه نيم ګزه لوړ وى. د دې پړدې به د کتان نه او پښې به يې د زېړو نه جوړې وى.
او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د مقدسې خېمې يعنې زما د حضور خېمې دننه برخه د کتان د لسو پړدو نه جوړه کړه چې دا د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ د وړۍ نه تياره وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.
د دربار ګېرچاپېره ټولې ستنې به د سپينو زرو د سيخونو سره انښلولے شى او د هغې کُنډې به د سپينو زرو وى او پښې به يې زېړو نه جوړولے شى.
په خېمه کښې چې څومره سامان استعماليږى او د خېمې او دربار دپاره ټول موږى به د زېړو نه جوړولے شى.