Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 27:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 يواځې دروازې له دې لس ګزه اوږده پړده وى چې د کتان نه جوړه شوې وى چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وى. دا دې د څلورو ستنو او څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 27:16
10 Iomraidhean Croise  

د ګُلکارۍ په جامو کښې يې بادشاه له راوستله، پېغلې ملګرې هم ورسره راروانې دى.


د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.


د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او چې دا په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى.


د دربار ګېرچاپېره ټولې ستنې به د سپينو زرو د سيخونو سره انښلولے شى او د هغې کُنډې به د سپينو زرو وى او پښې به يې زېړو نه جوړولے شى.


د هارون دپاره د کتان نه يو قميص جوړ کړه او د کتان نه ورله پټکے جوړ کړه او يو کمربند هم جوړ کړه چې ګُلکارى ورباندې شوې وى.


هغوئ د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه او چې په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وه.


او د کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه يې کمربند جوړ کړو چې ګُلکارى ورباندې شوې وه، هم هغه شان لکه چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.


د هغه پړدو چې د خېمې د دربار او د قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره وې او دربار ته د ننوتلو د دروازې پړدې. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.


”هغوئ لوټ شوے مال تقسيموى، د هر فوجى دپاره يوه يا دوه ښځې، د سِسيرا دپاره به رنګ شوې جامې وى، آو، هغه ښې ګُلکارى شوې ټوکړې چې زما د غاړې دپاره دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan