11 د دربار شمال طرف ته دې هم دغه شان وکړے شى.
دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى.
په نمرپرېواتۀ طرف به د لسو ستنو او لسو پښو سره پينځويشت ګزه اوږدې پړدې وى.