10 دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى.
د دربار شمال طرف ته دې هم دغه شان وکړے شى.
د کتان د پړدو نه زما د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړه چې د جنوب طرف يې پنځوس ګزه اوږد وى،
د دې پړدې دپاره هغوئ پينځۀ ستنې جوړې کړې چې کُنډې په کښې لګېدلې وې، د دې په سرونو او سيخونو د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو او د دې ستنو دپاره يې پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړې.
دا د زېړو شلو ستنو او د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په ذريعه ټينګې کړے شوې وې.
د دربار ګېرچاپېره او د دربار د دروازې دپاره پښې او د خېمې دپاره او ګېرچاپېره د دربار دپاره ټول موږى يې ترې نه جوړ کړل.
دواړه ستنې يو شان وې، هره يوه تقريباً نهۀ ګزه اوچته او تقريباً شپږ ګزه ګول وه، د هغوئ مينځ خالى وو خو د هغوئ د دېوال ګېج تقريباً درې اِنچه غټ وو.