1 د کيکر لرګى نه يوه قربانګاه جوړه کړه. هغه به څلورګوټه وى، چې اووۀ نيم فټه اوږده وى، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وى.
هم په هغه ورځ جاد داؤد له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”د اروناه درمند ته وخېژه او مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه.“
مالِک خُدائ ته وقف شوې د زېړو قربانګاه د نوې قربانګاه او د مالِک خُدائ د کور په مينځ کښې وه، نو احاز دا د خپلې نوې قربانګاه شمالى طرف ته يوړه.
خو هارون او د هغۀ اولاد د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې او هغه قربانۍ يې پېش کولې چې په قربانګاه باندې سوزولے شوې. هغوئ په زيات مقدس ځائ کښې د ټول عبادت او د بنى اِسرائيلو د کفارې ادا کولو ذمه وار وُو. هغوئ دا هر څۀ د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى موسىٰ ورته ښودلى وُو.
د سليمان بادشاه يوه د زېړو قربانګاه وه، کومه چې تقريباً لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځۀ ګزه اوچته وه.
او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتىاېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشتهدارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربانګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو.
موسىٰ يوه قربانګاه جوړه کړه او په هغې يې ”مالِک خُدائ زما د فتحې جنډا ده“ نوم کېښودو.
موسىٰ د مالِک خُدائ هغه ټولې خبرې وليکلې. بل سحر وختى د غرۀ په لمن کښې هغۀ يوه قربانګاه جوړه کړه او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مطابق يې د هرې يوې دپاره دولس تيږې ودرولې.
د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه او د هغې ټول سامان، د وينځلو ښانک او د هغې بېخ،
قربانګاه چې په کومه باندې نذرانې سوزولے شى، ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ،
د زېړو قربانګاه او ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې د وړلو دپاره بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ،
ورپسې، د غوړولو د تېلو په ذريعه د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه او د دې ټول سامان وقف کړه او قربانګاه به پوره مقدسه شى.
او هلته پړدې ته مخامخ هغۀ د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه کېښوده. او په هغې باندې يې سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې پېش کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
د خېمې په مخکښې د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه کېږده.
د هغوئ ذمه وارى د دې څيزونو خيال ساتل وُو يعنې د لوظ صندوق، مېز، ډيوټ، قربانګاه، د هغه لوښو چې اِمامان يې په مقدس ځائ کښې استعمالوى او زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو پړده. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.
هغوئ به د قربانګاه نه ايره لرې کړى او په قربانګاه به د کاسنى رنګ کپړه خوره کړى.
هغوئ به په دې باندې هغه ټول سامان کېږدى چې د قربانګاه په خِدمت کښې استعماليږى. لکه د اور لوښى، د غوښې دپاره درې غاښۍ، بېلچې او ښانکونه. بيا به هغوئ په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.
زمونږ داسې قربانګاه ده چې هغوئ ترې د خوراک کولو حق نۀ لرى څوک چې په خېمه کښې خدمت کوى.