Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 26:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 پنځوس د سرو زرو کُنډې جوړې کړه او هغه پړدې د يوې بلې سره مِلاو کړه نو ټوله مقدسه خېمه به يوه شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 26:6
11 Iomraidhean Croise  

د زېړو پنځوس کُنډې جوړې کړه او هغه په کړو کښې واچوه چې هغه دوه جوړې مِلاو کړى نو داسې به دا د خېمې سره يو ځائ شى.


دا پړده د خېمې په چت کښې د کُنډو په قطار کښې ځوړنده کړه او د پړدې نه شا ته د لوظ صندوق کېږده چې په هغې کښې د کاڼو دوه تختې دى. دا پړده به مقدس ځائ د زيات مقدس ځائ نه جدا کوى.


د وړومبۍ جوړې په وړومبۍ پړده پنځوس کَړۍ او پنځوس کَړۍ د دوېمې جوړې په آخرى پړده جوړې کړه چې دا کَړۍ يو بل ته مخامخ وى.


د خېمې پټولو دپاره د چېلو د وړو نه جوړې شوې يوولس پړدې واخله.


يعنې خېمه، د دې پړده او د دې پاسنۍ پړده، د دې کُنډې، چوکاټونه، د دې درشلې، ستنې او د دې پښې،


پنځوس د سرو زرو کُنډې يې جوړې کړې او هغه پړدې يې د يوې بلې سره مِلاو کړې نو داسې ټوله مقدسه خېمه يو ځائ شوه.


هغوئ د زېړو پنځوس کُنډې جوړې کړې او هغه يې په کړو کښې واچولې چې هغه دوه جوړې يې سره مِلاو کړې نو داسې خېمه وتړلے شوه.


هغوئ خېمه او د هغې ټول سامان موسىٰ له راوړو، د دې کُنډې، چوکاټونه، لاړى، ستنې او د دې پښې،


هغه په خپله ټول بدن په کاملې طريقې سره يو ځائ کوى، چې دغه شان هره حِصه خپل خاص کار سر ته رسوى، او د بدن د نورو حِصو سره په ترقۍ کولو کښې مدد کوى، د دې دپاره چې ټول بدن صحتمند او پوره په مينې سره وده وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan