Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 26:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 دا د کيکر لرګى په څلورو ستنو باندې، په کُنډو کښې راځوړنده کړه په کومو ستنو چې د سرو زرو پترى خېژولے شوى وى او د سپينو زرو په څلورو پښو باندې به ولاړې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 26:32
6 Iomraidhean Croise  

دربار د آسمانى رنګ او د سپين رنګ د مالوچو جوړو شوو پړدو باندې ښائسته کړے شوے وو، د سنګِ مرمرو په ستنو باندې د سپينو زرو د کَړو سره د کاسنى رنګ د ښې لټې د مزو سره تړلے شوې وې. د سرو زرو او سپينو زرو کټُونه په دربار کښې اېښودے شوى وُو، د دربار فرش د سپين سنګِ مرمر، سور قيمتى کاڼى، د ځلېدونکې ملغلرو او د آسمانى رنګ د فيروزو نه جوړ شوے وو.


سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګے،


د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.


دا پړده د خېمې په چت کښې د کُنډو په قطار کښې ځوړنده کړه او د پړدې نه شا ته د لوظ صندوق کېږده چې په هغې کښې د کاڼو دوه تختې دى. دا پړده به مقدس ځائ د زيات مقدس ځائ نه جدا کوى.


د دې پړدې دپاره د سرو زرو کُنډې جوړې کړه او د کيکر لرګى نه پينځۀ ستنې جوړې کړه چې د سرو زرو پترى ورباندې خېژولے شوى وى، او د دې ستنو دپاره پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړه.


د دې پړدې دپاره هغوئ پينځۀ ستنې جوړې کړې چې کُنډې په کښې لګېدلې وې، د دې په سرونو او سيخونو د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو او د دې ستنو دپاره يې پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan