24 د ګوټونو دا چوکاټونه به په بېخ کښې مِلاو وى او د لاندې نه واخله تر سره پورې به انښتى وى. دا دوه چوکاټونه به هم دغه شان جوړولے شى چې د کومو نه دوه ګوټونه جوړولے شى.
او دوه چوکاټونه د خېمې د ګوټونو دپاره جوړ کړه.
نو اتۀ چوکاټونه او شپاړس د سپينو زرو پښې به وى، چې د هر چوکاټ لاندې به دوه دوه وى.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ.
ولې تاسو خبر نۀ يئ چې تاسو د خُدائ پاک کور يئ او د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسيږى؟
تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.