19 او څلوېښت د سپينو زرو پښې چې ورلاندې شى، چې د هر يو چوکاټ لاندې دوه دوه وى چې هغه دوه وړاندينۍ حِصې ونيسى.
په بېخ کښې ورله دوه يو شان تختې هم جوړې کړه چې چوکاټونه ونښلوى. د ټولو چوکاټونو دې دا تختې وى.
د خېمې جنوب طرف دپاره شل چوکاټونه جوړ کړه
د خېمې د شمال په طرف هم شل چوکاټونه جوړ کړه
نو اتۀ چوکاټونه او شپاړس د سپينو زرو پښې به وى، چې د هر چوکاټ لاندې به دوه دوه وى.
د دې پړدې دپاره د سرو زرو کُنډې جوړې کړه او د کيکر لرګى نه پينځۀ ستنې جوړې کړه چې د سرو زرو پترى ورباندې خېژولے شوى وى، او د دې ستنو دپاره پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړه.
دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى.
درې زره او څلور سوه کلو سپين زر په کښې استعمال شوى وُو د مقدسې خېمې د سلو پښو او د پړدې دپاره، د هرې يوې پښې دپاره څلور دېرش کلو استعمال شوى وُو.
موسىٰ د دې پښې لاندې ولګولې، چوکاټونه يې ودرول، لاړى يې ورسره ولګول او د دې ستنې يې ودرولې.
د هغۀ پښې د سنګِ مرمرو د ستنو په شان دينه چې په سرو زرو کښې لګولے شوې وينه. د هغۀ شکل د لبنان د غرونو د خاص دِيار په شان ښکارينه.
هغوئ د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو، پښو او د دې په نورو ټولو څيزونو ذمه وار مقرر شول. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.