14 دوه نورې پړدې هم جوړې کړه، يوه پړده د ګډو د څرمنې نه چې سور رنګ ورکړے شوے وى او بله د ښې څرمنې نه جوړه کړه، چې د پاس نه پرې خېمه پټه کړے شى.
خو په سخته ورځ به هغه ما له په خپل مقدس کور کښې پناه راکړى، او په خپله خېمه کښې به هغه ما له حفاظت راکړى او ما به هغه پاس په لوړه د ګټ دپاسه کښېنوى.
سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګے،
د پړدو دواړو طرفونو ته چې په اوږدوالى کښې کوم نيم ګز زيات شوے دے هغه به راځوړند وى چې خېمه پټه کړى.
هر يو کس چې د هغۀ سره کتان وو، د آسمانى رنګ، کاسنى، يا د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ نه جوړه کپړه، سره رنګ شوې د ګډو څرمن، يا ښۀ څرمن وه نو رايې وړل.
سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګى،
هغوئ دوه نورې پړدې هم جوړې کړې، يوه پړده يې د ګډو د څرمنې نه چې سور رنګ ورکړے شوے وو او بله يې د ښې څرمنې نه جوړه کړه، چې د پاس نه پرې خېمه پټه کړے شى.
د ګډو څرمنې نه جوړه شوې پړده چې سور رنګ ورکړے شوے وو، د ښې څرمنې نه جوړه پړده، د پټولو والا پړده،
تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى،
د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خېمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د امن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.
ما تا ته د ګُلکارۍ جامې درواغوستلې او د څرمنې پېزار مې درته په پښو کړو. ما درته ښکلې د کتان او د رېښمو قيمتى جامې درواغوستلې.
هغوئ به دا او د دې ټول څيزونه د څرمنې په يوه ښۀ ټوټه کښې تاو کړى او په وړُونکى چوکاټ به يې کېږدى چې په کوم باندې وړلے شى.
مقدسه خېمه، د دې دننه او بهر پړده، د دې دپاسه د ښې څرمنې ټوټه، د مقدسې خېمې پړده،
مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل. کله چې د کېمپ د وړلو وخت شى، نو هارون او د هغۀ زامن به مقدسې خېمې ته ننوځى، د لوظ د صندوق په مخکښې پړده به راکوزه کړى او د لوظ صندوق به ورباندې پټ کړى.