11 د زېړو پنځوس کُنډې جوړې کړه او هغه په کړو کښې واچوه چې هغه دوه جوړې مِلاو کړى نو داسې به دا د خېمې سره يو ځائ شى.
د يوې جوړې د آخرى پړدې په غاړه پنځوس کَړۍ جوړې کړه او د هغه بلې جوړې په غاړه هم پنځوس کَړۍ جوړې کړه.
هغه زياته شوې نيمه برخه به د خېمې شا ته ځوړنده وى.
پينځۀ پړدې په يو ځائ وګنډه. او هغه نورې پينځۀ پړدې هم په يو ځائ وګنډه.
پنځوس د سرو زرو کُنډې جوړې کړه او هغه پړدې د يوې بلې سره مِلاو کړه نو ټوله مقدسه خېمه به يوه شى.