10 د يوې جوړې د آخرى پړدې په غاړه پنځوس کَړۍ جوړې کړه او د هغه بلې جوړې په غاړه هم پنځوس کَړۍ جوړې کړه.
د زېړو پنځوس کُنډې جوړې کړه او هغه په کړو کښې واچوه چې هغه دوه جوړې مِلاو کړى نو داسې به دا د خېمې سره يو ځائ شى.
په هره يوه جوړه کښې، د پړدې په بهرنۍ غاړه د آسمانى رنګ د کپړې کَړۍ جوړې کړه.
پينځۀ پړدې په يو ځائ وګنډه او هغه نورې شپږ هم يو ځائ وګنډه. شپږمه پړده د خېمې په مخکښېنۍ حِصه باندې غبرګه کړه.
هغوئ د وړومبۍ جوړې په وړومبۍ پړده پنځوس کَړۍ او پنځوس کَړۍ د دوېمې جوړې په آخرى پړده جوړې کړې چې دا کَړۍ يو بل ته مخامخ وې.