6 د ډيوو دپاره تېل، د غوړولو د تېلو دپاره مصالحې او د خوشبويۍ مصالحې،
د ډيوټ دپاره اووۀ ډيوې جوړې کړه او هغه داسې کېږده چې د ډيوټ مخامخ ځليږى.
سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګے،
بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوې دپاره د زيتُونو سوچه تېل درله راوړى، چې دا هره شپه بله وساتلے شى.
هغۀ د وړولو دپاره د کيکر د لرګى نه ورله څلور بازوګان جوړ کړل او د زېړو پترى يې ورباندې وخېژول،
د هارون اِمام زوئ اِلىعزر به د ټولې مقدسې خېمې او د ډيوو دپاره د تېلو، د خوشبويۍ، د غلې نذرانو، د غوړولو تېلو او په خېمه کښې د نورو ټولو څيزونو ذمه وار وى کوم چې مالِک خُدائ ته وقف شوى دى.