Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 25:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 25:40
15 Iomraidhean Croise  

داؤد سليمان ته د مالِک خُدائ د کور د ټولو عمارتُونو، د برنډو، د ګودام د کوټو او نورو ټولو کوټو او د زيات مقدس ځائ نقشه وښودله، چرته چې د ګناه دپاره کفاره ادا کيږى.


داؤد بادشاه وفرمائيل، ”دا ټول تفصيل په هغه نقشه کښې ليکلے شوے دے چې مالِک خُدائ په خپله ما له راکړې وه.“


د اصُولو په مطابق هغوئ لس د سرو زرو ډيوټ او لس مېزونه جوړ کړل او د خُدائ پاک د کور په لويه کوټه کښې يې کېښودل، چې په هر طرف باندې پينځۀ ډيوټ او پينځۀ مېزونه وُو. هغوئ سل د سرو زرو جامونه هم جوړ کړل.


پينځۀ دېرش کلو سوچه سرۀ زر په دې ډيوټ او د دې په ټول سامان جوړولو کښې استعمال کړه.


دا مقدسه خېمه او د هغې ټول سامان د هغې نقشې په مطابق جوړ کړئ کومه چې زۀ درته ښايم.


دا خېمه د هغه نقشې په مطابق ودروه کومه چې ما تا ته په غرۀ ښودلې وه.


قربان‌ګاه د تختو نه جوړه کړه او تشه يې پرېږده، هم د هغې نقشې په مطابق چې ما درته په غرۀ باندې ښودلې وه.


د غوړولو تېل او د مقدس ځائ دپاره خوشبويۍ. دا څيزونه دې هم هغه شان جوړ کړى چې څنګه ما تا ته حُکم کړے دے.“


بيا موسىٰ بضلى‌اېل، اهلياب او نور ټول ماهِر کسان راوغوښتل چا له چې مالِک خُدائ قابليت ورکړے وو او چې د هغوئ زړۀ غوښتل چې کار وکړى او موسىٰ ورته وفرمائيل چې کار شروع کړئ.


د سر نه تر بېخه پورې ډيوټ د ټکولے شوو سرو زرو نه جوړ وو، هم د هغې نقشې په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ ته ښودلې وه.


زمونږ د پلار نيکونو سره په صحرا کښې د ګواهۍ خېمه وه، او موسىٰ دا د خُدائ پاک په حکم د هغه نقشې په مطابق جوړه کړه کومه چې هغۀ ته ښودلے شوې وه.


هغوئ چې په مقدس ځائ کښې عبادت کوى، نو هغه د هغه آسمانى عبادت نقل او تصوير دے. ځکه چې موسىٰ کله خېمه ودروله نو هغۀ ته دا هدايت ورکړے شُو چې، ”ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړه کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“


زمونږ خيال دا وو، کۀ چرې داسې وشول، نو زمونږ اولاد به وائى چې ګورئ، زمونږ پلار نيکۀ هم هغه شان قربان‌ګاه جوړه کړې ده لکه څنګه چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ده، دا د سوزېدونکو نذرانو او قربانو دپاره نۀ ده بلکې دا زمونږ او ستاسو د خلقو دپاره يو يادګار دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan