26 د دې وړلو دپاره د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا په هغه څلورو ګوټونو کښې ولګوه، چرته چې پښې دى.
د وړلو دپاره ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا ورله په څلورو پښو پورې ولګوه، چې دوه کَړۍ يو خوا وى او دوه بل خوا وى.
ګېرچاپېره درې اِنچه پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او ژۍ نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه.
دا کَړۍ به د ژۍ سره نزدې ولګولے شى چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شى.