Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 25:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 د کيکر لرګى نه يو مېز جوړ کړه، چې شپږ دېرش اِنچه اوږد وى، اتلس اِنچه پلن او اوويشت اِنچه لوړ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 25:23
15 Iomraidhean Croise  

سليمان د مالِک خُدائ د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړو، قربان‌ګاه، خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز،


لس ډيوټ چې د زيات مقدس ځائ په مخکښې لګېدلى وُو، چې پينځۀ په جنوبى طرف او پينځۀ په شمالى طرف باندې وُو، ګلونه، ډيوې او چمټې،


د سپينو زرو د مېزونو د جوړولو او د سرو زرو د هر يو مېز دپاره چې په دې باندې خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ پراته وه.


سليمان بادشاه د خُدائ پاک د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړے وو، قربان‌ګاه او خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز،


مېز او د هغې سامان، د سوچه سرو زرو ډيوټ او د هغې ټول سامان، د خوشبويۍ د سوزولو قربان‌ګاه،


مېز او د هغې ټول سامان، خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ،


هلته د لرګى يوه قربان‌ګاه وه چې پاو باندې پينځۀ فټه اوچته او درې نيم فټه پلنه وه. د دې ګوټونه، د دې بېخ، او د دې اړخونه د لرګى نه جوړ شوى وُو. هغه سړى ما ته ووئيل، ”دا هغه مېز دے چې د مالِک خُدائ په وړاندې ولاړ دے.“


په دوه ډېرو کښې يې په هغه مېز باندې کېږده چې د سوچه سرو زرو پترى ورباندې خېژولے شوے دے، کوم چې د مالِک خُدائ په حضور کښې دے او چې په هر ډيرى کښې شپږ شپږ روټۍ وى.


د هغوئ ذمه وارى د دې څيزونو خيال ساتل وُو يعنې د لوظ صندوق، مېز، ډيوټ، قربان‌ګاه، د هغه لوښو چې اِمامان يې په مقدس ځائ کښې استعمالوى او زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو پړده. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.


هغوئ به په دې هر څۀ باندې يوه سره کپړه خوره کړى، د څرمنې يوه ښۀ ټوټه دې ورباندې واچوى او د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.


نو يوه خېمه جوړه کړے شوه چې په اوله حِصه کښې ډيوټ، مېز او پېش کړے شوې روټۍ وې، چې ورته مقدس ځائ وائى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan