2 ”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما ته يوه نذرانه پېش کړى. چې څوک د زړۀ نه ما ته څۀ نذرانه پېش کول غواړى تۀ يې ترې نه اخله.
د هغوئ ټولو ګاونډيانو د هغوئ مدد وکړو او هغوئ له يې د سپينو زرو څيزونه، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ دپاره ځناور او قيمتى څيزونه ورکړل، د دې هر څۀ نه علاوه رضاکارانه نذرانې يې هم ورکړې.
کله چې جلاوطن شوى کسان په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راورسېدل، نو د ډلو څۀ مشرانو رضاکارانه نذرانې د دې دپاره ورکړې چې د مالِک خُدائ کور په خپل زوړ ځائ کښې بيا جوړ کړى.
او د دې نه علاوه هغوئ د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې هم پېش کولې او هغه نذرانې يې هم پېش کولې چې د نوې مياشتې په اختر او په کلنى اخترونو کښې پېش کېدلې چې په دې اخترونو کښې به د مالِک خُدائ عبادت کېدلو، او هم داسې هغه ټولې نذرانې هم پېش کېدلې کومې چې مالِک خُدائ ته په رضاکارانه توګه ورکولے شوې.
تاسو به هغه ټول سرۀ زر او سپين زر هم د ځان سره اوړئ کوم چې تاسو د بابل په ټوله صُوبه کښې راغونډ کړئ او هغه نذرانې به هم اوړئ کومې چې بنى اِسرائيليان او د هغوئ اِمامان په يروشلم کښې د خپل خُدائ پاک کور دپاره ورکوى.
خلقو د هغه ټولو خلقو دپاره برکت وغوښتو چې کوم په رضاکارانه توګه په يروشلم کښې اوسېدل.
کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
دا هغه نذرانې دى چې کومې به ترې نه تۀ اخلې، سرۀ زر، سپين زر او زېړ،
ځکه چې ما هغوئ له لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته د خاص برخې په توګه پېش کوى. نو دا ځکه ما هغوئ ته وفرمائيل چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې به د هغوئ جائيداد نۀ وى.“
تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.
زما زړۀ د بنى اِسرائيلو د مشرانو سره تړلے دے د هغه کسانو سره چې خپل ځانونه د جنګ دپاره پېش کول. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.