Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 25:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 د ټکېدلے شوو سرو زرو نه دوه د وزرو والا مخلوق ورله جوړ کړه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 25:18
15 Iomraidhean Croise  

آدم يې بهر کړو او د باغ نمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.


او د هغه قربان‌ګاه د جوړولو دپاره څومره سوچه سرۀ زر چې په هغې باندې خوشبوئى سوزولے شوه او د وزرو والا هغه مخلوق د جوړولو دپاره چې د هغې وزر د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دپاسه خوارۀ وُو.


بادشاه خپلو کاريګرو له دا حُکم هم ورکړو چې د وزرو والا مخلوق د اوسپنې نه جوړ کړئ، په سرو زرو يې پټ کړئ او په زيات مقدس ځائ کښې يې کېږدئ.


د سوچه سرو زرو يو سر ورله جوړ کړه چرته به چې کفاره ادا کيږى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى او اوويشت اِنچه پلن وى.


يو ورباندې په يو سر کښې او بل په بل سر کښې جوړ کړه نو چې دواړه د لوظ صندوق د کفارې د سر سره يوه ټُکړه شى.


دا غوټۍ، څانګې او دا ډيوټ به د ټکېدلے شوو سوچه سرو زرو د يوې ټُکړې نه جوړ وى.


مالِک خُدائ هغه سړى ته چا چې د کتان جامې اچولې وې وفرمائيل، ”د وزرو والا مخلوق د پايو د لاندې په مينځ کښې تېر شه. خپل لاسونه د سکروټو نه ډک کړه او په ښار يې وشينده.“ او چې ما وليدل هغه هم هغه شان دننه لاړو.


دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د تخت د لاندې د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو، نو زۀ په دې پوهه شوم چې دا هم هغه شان ژوندے مخلوق دے.


اوس د وزرو والا مخلوق د خُدائ د کور د جنوبى دروازې سره ولاړ وو کله چې هغه سړے دننه لاړو، نو وريځې دننه دربار ډک کړو.


د لوظ صندوق دپاسه د وزرو والا مخلوق جوړ شوى وُو چې د کفارې په تخت يې سورے کړے وو. مونږ اوس دا خبرې په نور تفصيل نۀ شُو بيانولے.


نو هغوئ سيلا ته پېغام وړُونکى ولېږل او د ربُ الافواج د لوظ صندوق يې واپس راوړو، چې د وزرو والا د مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے. او د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د لوظ صندوق سره راغلل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan