12 د وړلو دپاره ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا ورله په څلورو پښو پورې ولګوه، چې دوه کَړۍ يو خوا وى او دوه بل خوا وى.
دننه او بهر ورباندې د سوچه سرو زرو پترے وخېژوه او د دې د سر نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه.
د وړلو دپاره ورله د کيکر لرګى نه بازوګان جوړ کړه او د سرو زرو پترى ورباندې وخېژوه
هغه بازوګان به په هغه کړو کښې پرېږدئ او وباسئ به يې ترېنه نه.
د دې وړلو دپاره د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا په هغه څلورو ګوټونو کښې ولګوه، چرته چې پښې دى.
په چوکاټونو د سرو زرو پترى وخېژوه او د سرو زرو کَړۍ ورله جوړې کړه چې لاړى ونيسى، په لاړو به هم د سرو زرو پترى خېژولے شى.
نو د قربانګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ دى په هغې کښې بازوګان ولګوه.
او دا يې د لوظ د صندوق په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړې.
او د قربانګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ وې په هغې کښې يې ولګولې. قربانګاه د لرګى تختو نه جوړه وه او د مينځ نه تشه وه.
هغوئ د کاڼو ګېرولو دپاره د سرو زرو دوه څيزونه جوړ کړل او د سرو زرو دوه کَړۍ او دا دوه کَړۍ يې د سينې جېب په بره ګوټونو پورې ونښلولې.