7 بيا هغۀ د لوظ کِتاب راواخستلو او حاضرو خلقو ته يې واورولو. هغوئ ووئيل، ”مونږ به د مالِک خُدائ تابعدارى کوُو او د هغۀ په ټولو خبرو به عمل کوُو.“
د لوظ صندوق کښې دننه د کاڼو هغه دوو تختو نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو چې موسىٰ د سينا د غرۀ سره په کښې اېښې وې، په کوم وخت کښې چې بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه راووتل او مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ وکړو.
نو هغوئ د مالِک خُدائ په نوم په اوچت آواز سره قسم وکړو چې هغوئ به دا لوظ پوره کوى او بيا هغوئ چغه ووهله او بيګلې يې وغږولې.
”زما ټول نېکان ما ته راغونډ کړئ چا چې ما سره د قربانۍ په ذريعه لوظ کړے دے.“
خو په خولۀ يې د هغۀ خوشامندى وکړله، او په ژبه باندې يې هغۀ ته دروغ ووئيل.
نو ټولو خلقو په يوه خولۀ جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ چې څۀ هم فرمائيلى دى مونږ به هم هغه شان کوُو.“ بيا موسىٰ واپس د هغوئ جواب مالِک خُدائ ته ورسولو.
”ما ستاسو د پلار نيکۀ سره لوظ وکړو کله چې ما هغوئ د مِصر نه د غلامۍ د مُلک نه رابهر او آزاد کړل. نو ما وفرمائيل چې،
کۀ هغه کلام زمونږ خوښ شى او کۀ خوښ نۀ شى، مونږ به د مالِک خُدائ د کلام پيروى کوُو چا ته چې تۀ مونږ د خپل خواست دپاره لېږې. ځکه کۀ چرې مونږ د هغۀ د کلام پيروى وکړُو، نو هر څۀ به زمونږ دپاره د خير وى.“
لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.
آيا زمونږ ټولو پلار يو نۀ دے؟ آيا يو خُدائ پاک مونږ جوړ کړى نۀ يُو؟ مونږ بيا ولې په خپلو کښې د يو بل سره په بېوفائى کولو د خپل پلار نيکۀ د لوظ بېاحترامى کوُو؟
د شريعت او د نبيانو د صحيفو لوستلو نه وروستو د عبادتخانې منتظيمينو هغوئ خبردار کړل چې، ”وروڼو، کۀ تاسو سره د خلقو د ډاډه کولو دپاره څۀ کلام وى نو مهربانى وکړئ هغه بيان کړئ.“
نو کله چې تاسو دا خط ولولئ، نو بيا دا د لوديکيې جماعت ته ولېږئ چې هغوئ يې هم ولولى. او تاسو دا خط کوم چې ما هغوئ ته وليکلو ولولئ.
زۀ تاسو له د مالِک په نوم حُکم درکوم چې دا خط ټولو وروڼو او خوېندو ته واوروئ.
بيا خلقو يشوَع ته ووئيل، ”مونږ به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِدمت کوُو. مونږ به د هغۀ حُکمونه منو.“