Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 24:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 موسىٰ د ځناورو هغه نيمه وينه واخستله او په ښانکونو کښې يې واچوله، او هغه نوره نيمه يې په قربان‌ګاه وشيندله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 24:6
22 Iomraidhean Croise  

هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ.


موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.


د وېلنى يوه ګېډۍ راواخلئ، دا د وينې په لوښى کښې ډُوبه کړئ او دا وينه د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او په پاسنو دُرشلو باندې ولګوئ. په تاسو کښې دې يو کس هم د خپل کور نه تر سحره پورې نۀ وځى.


خلق دې د هغه وينې نه لږه وينه واخلى او د دروازو په چوکاټونو او پاسنۍ درشل باندې دې ولګوى، د کورونو په هغه چوکاټونو چرته چې هغوئ دا څاروى خورى.


بيا موسىٰ هغه وينه راواخستله چې په ښانکونو کښې وه او په خلقو يې وشيندله. هغۀ وفرمائيل، ”ګورئ، دا وينه د لوظ د پوخوالى دپاره ده کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے چې کله هغۀ دا ټول حُکمونه درکول.“


هغه حلال کړه او وينه يې واخله او د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته يې وشينده.


ګډ حلال کړه او څۀ وينه يې واخله او دا د هارون او د هغۀ د زامنو د ښى غوږُونو په نرمو ځايونو پورې، د هغوئ د ښى لاسونو په غټو ګوتو پورې او د هغوئ د ښۍ پښو په غټو ګوتو پورې ولګوه. بيا هغه پاتې وينه د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشينده.


دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو، کۀ څۀ هم چې زما مثال هغوئ ته د وفادار خاوند په شان وو. مالِک خُدائ داسې فرمائى.


هغه به دا د قربان‌ګاه په شمالى طرف حلالوى او د هغې وينه به اِمامان د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى.


هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربان‌ګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى.


هغه کس به خپل لاس د هغه ځناور په سر کېږدى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې حلال کړى. د هارون د خاندان اِمامان به هغه وينه د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى


نو هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى او د خېمې مخې ته دې هغه حلال کړى. اِمامان به د هغۀ وينه د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندى


هغه به خپله ګوته په وينه کښې ډُوبه کړى او دا دې اووۀ ځله د مقدسې پړدې مخې ته وشيندى.


هم دغه شان هغۀ د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په وينه کښې د خُدائ پاک او انسانانو په مينځ کښې نوے لوظ دے. هر کله چې دا څښئ نو زما په ياد کښې يې څښئ.“


او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده.


او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.


دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو. نو زۀ به هم د هغوئ څۀ پرواه نۀ کوم، مالِک فرمائى.


هم دغسې اولنے لوظ هم بغېر د وينې نه نۀ وو شوے.


ځکه چې کله موسىٰ ټول اُمت ته د شريعت هر يو حُکم واورولو نو هغۀ د سخو او چېلو وينه د اوبو او سرې وړۍ او د ويلنې سره راواخسته او په خپله يې په هغه کِتاب او په ټول اُمت ونوستله،


او هم دغه شان هغۀ په خېمه کښې او په عبادت کښې استعمالېدونکو ټولو څيزونو باندې وينه ونوستله.


بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بې‌داغه ګډُورى په شان قربان شو.


تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan