4 موسىٰ د مالِک خُدائ هغه ټولې خبرې وليکلې. بل سحر وختى د غرۀ په لمن کښې هغۀ يوه قربانګاه جوړه کړه او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مطابق يې د هرې يوې دپاره دولس تيږې ودرولې.
نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.
کله چې يعقوب سحر وختى پاڅېدو، هغه کاڼے يې راواخستلو چې په کوم يې سر اېښے وو او د يو يادګار په توګه يې ودرولو. بيا هغۀ په دې باندې تېل واچول چې خُدائ پاک ته وقف شى.
دا د يادګار کاڼے چې کوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عبادت کيږى او چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“
نو يعقوب يوه تيږه راواخستله او هغه يې د يو يادګار په توګه ودروله.
اخياه چې کومه نوې چُوغه اغوستې وه هغه يې وويستله او دولس ټوټې يې کړه،
هغۀ د يعقوب د دولسو زامنو د قبيلو دپاره يو يو کاڼے واخستلو. يعقوب هغه څوک وو چې مالِک خُدائ د اِسرائيل نوم ورکړے وو.
د وقف کولو دپاره هغوئ سل غوَيى، دوه سوه ګډان او څلور سوه ګډُورى د قربانۍ په توګه پېش کړل او دولس چېلى يې د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړل چې د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يو يو وو.
کومو کسانو چې دستخطونه وکړل هغوئ دا وُو: د حکلياه زوئ نحمياه حکمران. صدقياه،
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“
موسىٰ يوه قربانګاه جوړه کړه او په هغې يې ”مالِک خُدائ زما د فتحې جنډا ده“ نوم کېښودو.
”د بنى اِسرائيلو دپاره دا قانون مقرر کړه چې،
بيا هغۀ د لوظ کِتاب راواخستلو او حاضرو خلقو ته يې واورولو. هغوئ ووئيل، ”مونږ به د مالِک خُدائ تابعدارى کوُو او د هغۀ په ټولو خبرو به عمل کوُو.“
په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې دې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وى، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خبرې وليکه، ځکه چې د دې حُکمونو په بنياد باندې زۀ ستا او د بنى اِسرائيلو سره يو لوظ کوم.“
په هغه وخت کښې به د مِصر د مُلک په مينځ کښې د مالِک خُدائ دپاره يوه قربانګاه وى او د مِصر په سرحد باندې به د کاڼى يو يادګار وى چې هغۀ ته وقف شوے وى.
دولس کلو ښۀ اوړۀ واخله او دولس روټۍ ترې نه پخې کړه.
”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې تا له دولس امساګانې درکړى چې د هرې قبيلې د مشر نه يوه يوه وى. د هر سړى نوم د هغۀ په امسا باندې وليکه
نو تاسو به زما په بادشاهۍ کښې زما په دسترخوان خوړل څښل کوئ، او په تختونو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو د فېصلو دپاره کښېنئ.
او کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې د جماعت ستنې وې، هغوئ د هغه فضل نه خبر شول کوم چې ما ته راکړے شوے وو، نو هغوئ د ملګرتيا دپاره برنباس او ما ته ښے لاس راکړو. او مونږ متفِق شو چې مونږ به غېريهوديانو ته او هغوئ به يهوديانو ته د خِدمت دپاره لاړ شى.
نو موسىٰ د خُدائ پاک قانون وليکلو او دا يې هغه ليوى اِمامانو، کومو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق وړلو او د بنى اِسرائيلو مشرانو له يې ورکړو.
د اُردن سيند نه چې کوم دولس کاڼى اخستے شوى وُو نو يشوَع هلته ډېرے کړل.
او ورته يې وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د لوظ صندوق په وړاندې د اُردن سيند مينځ ته لاړ شئ. په تاسو کښې هر يو کس به يو يو کاڼے اوچتوى او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو دپاره به يو يو کاڼے په اوږه باندې اوړئ،
د ښار د دېوال دولس بنيادونه وُو او په هغې د ګډُورى د دولسو رسولانو نومونه وُو.